rtl
1403-12-15
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د ګټورو کاري
ساعتونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او وویل: د وخت څخه د سالمې ګټې اخیستنې او هیوادوالو
ته د اغیزمنو چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې خپل ګټور کاري ساعتونه زیات
کړو؛ که نه مونږ به یوازی کاري وخت ترپوښښ لاندې نيولی وي او بس.
د شرکت اجرایوي رئیس:
اداري ناسته کې چې د شرکت مرکزي رئيسانو او آمرینو په ګډون د شرکت په مقر کې ترسره
شوه، د زونونو رئیسانو سره په همکارۍ، د عوایدو زیاتوالي، د لګښتونو کموالي او
سالم مدیرت ټینګار وکړ.
په پای کې د شرکت اداري
کمېټې غړو له لورې د کارکوونکو چارو او تدارکاتي چارو په اړه له تفصیلي بحث وروسته
اړینې پریکړې ونیول شوې او د شرکت اجرایوي رئیس له لورې لازمې لارښونې وشوې.