rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف مؤسسې ترم...



د اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف مؤسسې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

1403-12-22


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د اوبو رسولو شرکت او یونیسف مؤسسې ترمنځ د لا ښه همغږۍ په موخه د یادې مؤسسه؛ د روغتیا ساتنې، اوبو او فاضلابو د چارو د څانګې مسؤل ښاغلي رولف سره وکتل.

په پيل د شرکت اجرایوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د فاضلابو د چارو د وضعیت، په ښارونو او نیمه ښارونو کې د شرکت د امکاناتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د فاضلابو د مدیریت په برخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت طرح شوي پروګرامونه په پلان کې لري چې د هغې پلی کول کافي اندازه وخت، پانګې او مرستې ته اړتیا لري.

د ناستې په دوام د یونیسف مؤسسې د روغتیا ساتنې، د اوبو او فاضلابو د تنظیم چارو مسؤل ښاغلي رولف د فاضلابو د چارو د مدیریت او په ځانګړي توګه په روغتیا ساتنې( حفظ الصحه) د فاضله اوبو د اغیزو لمنځه وړلو پر ارزښت وغږید او ژمنه یې وکړه چې نه تنها دا مؤسسه بلکې هڅه کوي چې نور مرسته کوونکي بنسټونه به هم وهڅوي ترسو د فاضلابو د مدیریت په برخه  خپلې مرستې د اوبو رسولو امارتي شرکت سره همغږې کړي.

په پای کې د اوبو رسولو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال د غونډې ګډونوالو ته د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د دې شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.