rtl
1403-12-29
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي
رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د عملیاتي چارو رئیس انجنیر نصیر احمد احمدي او
د کابل زون رئیس انجنیر شفیع الله زاهدي په ملتیا پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې
د یاد ولایت والي ښاغلي مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پروان ولایت والي د
څښاک صحي اوبو ته د پروان ولایت د اوسیدونکو د اړتیاوو په اړه وغږید او د اوبو
رسولو امارتي شرکت رهبرۍ مقام له لورې یې وغوښتل ترڅو د دې ولایت اوسیدونکو د څښاک
صحي اوبو تامین ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دوام يې د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئیس په راتلونکي کال کې د اوبو رسولو پروژو د
پلانونو او د اوبو د تولید او توزیع د کچې په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې
وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په پروان ولایت کې د اوبو رسولو توزیعي او
پراختیايي پروژو کارونه پیل شي.
په پای کې د شرکت اجرایوي رئیس د پروان
ولایت اوبو رسولو آمریت تولیدي، توزیعي سایټونو او اوبو رسولو شبکو څخه لیدنه
ترسره کړه او دې آمریت د کاري راپورونو او کاري خنډونو د اورېدلو ترڅنګ یې د
ستونزو لمنځه وړلو او د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښونې وکړې.