rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت او د ICRC ترمنځ د همغږۍ د تفاهم لیک د بیا کتنې ناسته

1404-01-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د اوبو رسولو امارتي شرکت سره؛ د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC)  د مرستې او همغږۍ د تفاهم لیک د بیا کتنې په موخه د ICRC کمیټې د پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته د شرکت اجرايوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم تیرو کلنو کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مرستو څخه د مننې کولو ترڅنګ زیاته کړه: د اوبو رسولو امارتي شرکت یوه خدماتي اداره ده او د مرسته کوونکو بنسټونو مرستې په حقیقت کې د ملت امانت دي زمونږ هدف هیوادوالو ته د اوبو رسولو چوپړتیاو د وړاندې کولو پراختیا او دوام دی.

د ناستې په دوام د سره صلیب نړیوالې کمټې د اوبو او هستوګنې همغږې کوونکې آغلې ویرونیک ویبر د یاد تفاهم لیک په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل چې له دې جملې څخه د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د اوبو رسولو شبکو، تأسیساتو تجهیز او د پروژو پلی کول د یادولو وړ دي.

په پای کې د ICRC پلاوي د کابل زون اوبو رسولو ریاست د اوبو د ازموینې له لابراتوار څخه هم لیدنه ترسره کړه.