rtl
1404-01-18
د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان
سره سم د چارو تنظیم او د کار د تطبیق پروسې ګړندي کولو لپاره، د اوبو رسولو
امارتي شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» په مشرۍ، د کمیټې محترم
غړيو او د مرکزي رئیسانو او آمرینو په شتون کې اجرائیوي کمیټې ناسته ترسره شوه.
لومړی، د ښاري اوبو رسولو
او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» یو لنډ نظر
ددغه ریاست د تیر کال په لاسته راوړنو او کړنو واچوو، او په راتلونکي مالي کال کې یې
د شرکت د پلانونو په سل سلنه پلي کولو ټینګار وکړ.
د شرکت اجرائیوي رئیس زیاته
کړه: د اسبابو او کاري وخت څخه سالمه ګټه اخیستنه، د نوښت سره یوځای زموږ د اهدافو
د ترلاسه کولو پروسه چې ښاريانو ته د څښاک د پاکو اوبو رسول او د ککړو اوبو د چارو
مدیریت پروسه ګړندۍ کوي.
په دوام يې د مقام دفتر
آمر ښاغلي شکیل احمد خیرخواه «قاري ذاهب» د مخکینۍ جلسي په
اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د کړنو لنډ راپور وړاندې کړ، چې وروسته د اجرائیوي کميټې
د غړیو له لوري د بحث او نظرونو تبادله کولو وروسته تائید او د شرکت اجرائیوي رئیس
له لوري لازمې لارښوونې وشوي.