rtl
1404-01-27
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت د فاضلابو د چارو رئیس انجنیر فایق الله جمال په
ملتیا لغمان ولایت کي د فاضلابو د تصفیه خونو د اعمار په
موخه د دې ولایت والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني سره ولیدل.
په دې ناسته کې د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي
رئیس د مهترلام ښار او اداري کمپلکس لپاره د فاضلابو تصفیه خونو د موقعیت، سیستم، ډیزاین
او د جوړېدو د څرنګوالي په اړه د لغمان ولایت محترم مقام ته بشپړ معلومات ورکړل،
او له ولایت څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو په اعمار کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
په دوام یې، د لغمان والي محترم شیخ شیر احمد
حقاني د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس او د فاضلابو د چارو رئیس ته ښه
راغلاست وویلو، او ډاډ یې ورکړ چې د یادو تصفیه خونو په جوړېدو کې به د یادې ادارې
ټول امکانات د اوبو رسولو امارتي شرکت په خدمت کې وي.
همداراز، د ولایت رهبرۍ د اوبو رسولو شبکو په
پراختیا او ځانګړي ډول د سلطان غازي ښارګوټې د پاتې برخو د اوبو رسولو شبکو ترپوښښ
لاندې راوستو ټینګار وکړ، چې د شرکت اجرائیوي رئیس ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې
به د یاد ښار پاتې برخې هم د اوبو رسولو خدماتو ترپوښښ لاندې راولي.
په پای کې د شرکت اجرائیوي رئیس د فاضلابو د
چارو رئیس په ملتیا له هغو سیمو څخه چې د فاضلابو د تصفیه خونو اعمار، د اوبو
رسولو تولیدې او توزیعې شبکو لپاره تر پلان لاندې دي او اوبو رسولو تر پوښښ لاندې
سیمو څخه لیدنه ترسره کړه.