rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | مزار شریف ښار کې د 258 میلیونه افغانیو په ارزښ...



مزار شریف ښار کې د 258 میلیونه افغانیو په ارزښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

1404-02-17


د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مولوي احمد جان بلال او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرئیوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم له لورې د 258 میلیونه افغانیو په ارزښت د تخته پل اوبو رسولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد مراسم د بلخ ولایت مرستیال، د برېښنا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د مزار شریف زون د اوبو رسولو رئيس، دیني عالمانو، سېمه ایزو مشرانو او مخورو، خبریالانو او د اوبو رسولو کارکوونکو په حضور ترسره شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت د راتلونکو برنامو او پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ زیاته کړه: اوبو رسولو شرکت مسؤلین د ورځې او شپې د خپل ملت په خدمت کې دي؛ زمونږ موخه هیوادوالو ته د څښاک صحي اوبو رسول دي چې مونږ به په دې برخه خپل هیڅ ډول زیار ونه سپموو.

په دوام یې د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مولوي احمد جان بلال د مزار شریف ښار اوسیدونکو ته د څښاک صحي اوبو ته د لاسرسي د مبارکۍ ترڅنګ وعده ورکړه چې اوبو رسولو پروژو ترڅنګ به د هیواد په اکثرو سېمو کې د نورو چوپړتیاوو عام المنفعه پروژې پلی شي.

د یادونې وړ ده چې 34 کیلو متره لېږدونکې شبکه، 7.3 کیلومتره توزیعي شبکه، یو باب (250) متر مکعب لوړه ذخیره، د یو حلقه ژورې څاه کيندنه، د څلور حلقو څاه ګانو تجهیز چې وړاندې کیندل شوې وې په یاده پروژه کې شامل دي چې د اکسلینټ او الهاشم ساختماني شرکتونو له لورې پلی شوي چې د بلخ پوهنتون محصلین او له لسو زرو څخه ډیرې کورنۍ به یې د څښاک له صحي اوبو څخه ګټه واخلي.