rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | لغمان ولایت مهترلام ښار کې د دوه نیم میلیونه...



لغمان ولایت مهترلام ښار کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

1404-02-17


نن دوشنبه د لغمان مرکز مهترلام کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې د لغمان د والي شیخ شېراحمد حقاني او د ختیځ زون اوبو رسولو رئيس ښاغلي مولوي یارمحمد محمدي په شتون کې پیل شوې.

د ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس وویل د اوبو رسولو یاده شبکه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له داخلي بودیجې جوړیږي، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني د اوبو ددغې شبکې په جوړېدو خوښي وښوده او وې ویل ولایتي اداره هڅه کوي، چې ولسونو ته د اوبو رسولو په  برخه کې د اوبو رسولو امارتي شرکت سره هر اړخیزه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې اوږدوالی یو کیلو متر دی، چې د نانکزایو د کلي له څاه څخه د اوبو رسولو تر آمریت پورې پلی او ۱۸۰۰ کورنۍ به یې د څښاک له صحي اوبو څخه ګټه واخلي.