rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د کندز زون اوبو رسولو ریاست څخه د اجرئیوي رئیس لیدنه

1404-02-18


د شبرغان او تخته پل اوبو رسولو پروژو له پرانېستې څخه وروسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت د عملیاتي چارو رئیس ښاغلي انجنیر نصیراحمد احمدي په ملتیا د کندز زون اوبو رسولو ریاست څخه لیدنه ترسره او د کندز ولایت له ښاغلي مقام سره ولیدل.

د دې سفر په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د کندز ولایت والي ښاغلي دعوت حاجي صاحب سره ولیدل او په دې ولایت کې یې د اوبو رسولو چوپړتیاوو او د فاضلابو مدیریت او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د ولایت له محترم مقام څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکی شو.

په دوام یې د کندز ولایت والي ښاغلي دعوت حاجي صاحب د اوبو رسولو چوپړتیاوو او پلانونو څخه د مننې او هرکلي ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو ته د هیوادوالو لاسرسي د ژوند یو له لومړنیو اړتیاوو څخه وبلل د اوبو رسولو شبکو په پراختیا یې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت مسؤلین به د اوبو رسولو شرکت سره په هره برخه کې هراړخیزې مرستې ته چمتو وي.

له هغې وروسته د شرکت اجرائیوي رئیس د یوې ناستې په ترڅ کې د کندز زون اوبو رسولو رئيس او کارکوونکو سره ولیدل په پیل کې د کندز زون اوبو رسولو رئیس ښاغلي انجنیر نصرالدین نصرت د شرکت رهبرۍ مقام ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې زون د لاسته راوړنو، فعالیتونو، ستونزو او خنډونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د شرکت د رهبرۍ مقام څخه یې د لا ډېرې توجو غوښتنه وکړه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د زون د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د دې ادارې لاسته راوړنې او بریاليتوبونه د دې شرکت د کارکوونکو د نه ستړي کیدونکو هڅو پایله ده.

د شرکت اجرائیوي رئیس وویل په نیږدې راتلونکي کې به د دې زون د اوبو رسولو چوپړتیاوو پروړاندې ټولې ننګونې او خنډونو ته رسیدګي وشي.

په پای کې د شرکت اجرائیوي رئیس د کندز زون اوبو رسولو ریاست له تأسیساتو، توزیعي شبکو او تولیدي سرچینو څخه لیدنه ترسره او د کارکوونکو اندونو او وړاندیزونو اورېدلو ترڅنګ يې د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.