rtl
1404-02-18
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت عملیاتي
رئیس انجنیر نصیراحمد احمدي په ملتیا کندز زون ته د سفر په ترڅ کې د تالقان ښار
اوبو رسولو آمریت او خان آباد اوبو رسولو مدیریت څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د
تالقان ښار اوبو رسولو آمریت کې ترسره شوه؛ د دې آمریت آمر او کارکوونکو د
معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو رسولو د لا ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه
خپل آندونه، ننګونې او وړاندیزون د شرکت د اجرائیوي ریاست له مقام سره شریک کړل.
د اوبو رسولو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ د ژمنې
ترڅنګ؛ په ټاکلي وخت کې د مسؤلیتونو سرته رسولو او د اوبو رسولو چوپړتیاوو د کمیت
او کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
په پای کې د شرکت اجرائیوي
رئیس د عملیاتي رئیس او کندوز زون د رئیس په ملتیا د تالقان ښار اوبو رسولو آمریت
او خان آباد اوبو رسولو مدیریت د تولیدي او توزیعي مرکزونو، سرچینو، د اوبو له ذخیرو،
شبکو او نورو تأسیساتو څخه لیدنه ترسره او د ستونزو او خنډونو لمنځه وړلو په موخه
اړینې لارښونې وکړې.