rtl
1404-02-19
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د عملیاتي چارو
رئیس انجنیر نصیراحمد احمدي او د کندز زون رئیس انجنیر نصرالدین نصرت په ملتیا د
تالقان ښار اوبو رسولو آمریت له لیدنې وروسته د بدخشان ولایت فیض آباد ښار اوبو رسولو
آمریت څخه لیدنه ترسره کړه.
د فیض آباد آمریت د کاري
راپورونو د اوریدلو ناسته چې فیض آباد اوبو رسولو آمریت که ترسره شوه؛ د فیض آباد
اوبو رسولو آمر ښاغلي ملا محبت الله د شرکت مشرتابه مقام ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ
د فعالیتونو، لاسته راوړنو، د هیوادوالو ته د څښاک د اوبو د تولید او توزیع د کچې
په اړه معلومات وړاندې؛ او خپل آندونه، ستونزې او وړاندیزونه یې د شرکت له رهبرۍ
مقام سره شریک کړل.
په دوام يې د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د دې
آمریت له کړنو څخه د مننې ترڅنګ د ګټور مدیریت، د کاري بهیر چټکتیا او هیوادوالو د
لا ښه خدمت په اړه چې د ټولو کارکوونکو ګډ مسؤلیت دی تأکیید وکړ، او د ستونزو او
خنډونو د لمنځه وړلو په اړه یې اړینې سپارښتنې وکړې.
په پای د شرکت اجرائیوي
رئیس د اوبیزو سرچینو، د اوبو رسولو توزیعي مرکزونو او نورو تأسیساتو څخه لیدنه وکړه،
او د دې آمریت د امکاناتو ساتنه او له هغې څخه سالمه ګټه اخیستنه یې اړینه وبلله.