rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي رئیس د کډوالۍ نړی...



د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي رئیس د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دفتر له استازي سره وکتل

1404-03-14


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم د دې ریاست په مقر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د شرکت اجرائیوي رئیس د دې شرکت د کړنو، لاسته راوړنو او هیوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اوبو رسولو امارتي شرکت په ۲۲ ولایتونو او ۱3 ولسوالیو کې فعالیت لري او هوډ لري چې خپلې چوپړتیاوې د هیواد ټولو ولایتونو ته پراخې کړي.

د ناستې په دوام کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM)) د اوبو او روغتیا ساتنې د پروګرام همغګې کوونکې آغلې ویویک سنگ؛ کډوالو او کورنیو پېځایه شویو ته د اوبو رسولو چوپړتیاوو وړاندې کولو په اړه وغږیدله او وعده یې وکړه چې هیوادوالو ته د څښاک اوبو رسولو په برخه کې به د اوبو رسولو ریاست سره مرسته کوي.

ټاکل شوې چې په راتلونکې ناسته کې به په مرکز او ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژو په اړه په تفصیل خبرې وشي.