SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د یو باب هټۍ په کرایه ورکولو خبرتیا



د یو باب هټۍ په کرایه ورکولو خبرتیا

یونۍ د زمري 9مه 1401 د کابل زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست په پام کې لري چې د خپل ملکیت 25 مټر مربع مساحت لرونکي یو باب هټۍ (دوکان) چې د لومړي زون اړونده حضوري چمن خولې، اتمې ناحیې، کابل ښار کې موقعیت لري، د عمومي کرایې له لارې د 3 کالو لپاره په کرایه ورکړي. له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو چې د یادې ځمکې په کرایه نیولو کې لېوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د خبرتیا ورځې څخه تر د 30/05/1401 نېټې یونۍ د مازدیګر 4 بجو پورې د شرطنامې اخیستلو په موخه لاندې پتې ته راشي او د شرطنامې اسناد د 300 درې سوه افغانیو بېرته نه ورکول کېدونکو پیسو په بدل کې ترلاسه کړي. د آفر تضمین 20000 شل زره نغدې افغانۍ دي او د کرایې غونډه د 31/05/1401 نېټې دونۍ د سهار په 10 بجو د ودانۍ لومړي پوړ ګوهرشاد بېګم تالار کې ترسره کېږي. پته: د تدارکاتو عمومي مدیریت، د کابل زون اوبو رسولو ریاست، د غونډۍ سر، نور محمد شاه مېنه (کارته نو)، اتمه ناحیه، کابل