rtl
1400-04-05
۰۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د پراختیا
او همکاریو تقویت همغږۍ،
د وظيفوي تداخل د مخنيوي او د پلازمېنې زون اړوندو بنسټيزو معلوماتو د شريکولو په
موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د پلازمېنې زون پراختيا ادارې تر
منځ د همکارۍ هوکړهليک د انجينير حميدالله يلاني او انجينير نجيب الله شينواري
لخوا لاسليک شو.
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئيس انجينير حميدالله يلاني له رامنځته شوي
فرصته د هرکلي ترڅنګ په دغه هوکړهليک کې
د توکو پلي کولو په برخه کې د شرکت د چمتوالي، د پروژو د کيفيت ښهوالي کې د
همکاريو محورونو پراختيا او د هغو د اغېزمنتيا لوړول په ډاګه کړل.
د پلازمېنې
زون پراختيا ادارې رئيس انجينير نجيب الله شينواري د هوکړهليک له لاسليکه د خپلې
خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د مشترکو همکاريو پيل، د همکاريو تقويې او خلکو ته د چوپړونو
په برابرولو کې ګډ کار ګټور وباله.
ناسته، د دواړو
اړخونو لخوا د همکارۍ هوکړهليک په لاسلیکولو پای ته ورسېده.