SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت نویو ګمارل شویو لسو تنو معرفي

1400-07-07


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي لخوا، د اغيزمنو کاري چارو پر مخ وړلو او د اداري پرسونل بشپړولو په موخه لس نوي ګمارل شوي رئیسان، آمرين او عمومي مديران، معرفي شول او په چارو یې پیل وکړ.

مراسم د قرآن‌کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته د اغيزمنو کاري چارو پرمخ وړلو په برخه کې د خدای ج له درباره د بریاوو غوښتنه وکړه، چې د نویو ګمارل شويو کارکوونکو لخوا په ورسپارل شوو اړوندو دندو کې د قانونمندۍ او ريښتينولۍ ژمنه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې هر یو ښاغلی انجنیر میرویس نظيمي د عملیاتي ریاست سرپرست په حیث، انجنیر سردارولي ملکزی د پلان او عملياتي آمر په حیث، انجنیر سیف الله احمدي د سوداګرۍ آمر په حیث، بيژن آرین د بازارموندنې او اړيکو مدیر په حیث، حرمت الله د کابل زون سوداگري آمر په حیث، وضیح الله خوشحال د سوداگري ریاست د تحلیل او توحید مدیر په حیث، قاري نیازالدین محمدي د عملیاتي ریاست د څارنې او ارزونې لوی مدیر په حیث، رستم نظيمي د مالي او اداري ریاست اداري کارمند په حیث، حکمت الله عمري د دفتر لوی آمريت اداري کارمند په حیث او عمران د معلوماتي تکنالوژي آمريت د ډېټابېس متخصص په حيث معرفي شول.