rtl
1400-07-03
د
ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست سرپرست ښاغلي انجنیر نعمت الله
احمدي د دې شرکت له ریاستونو او شعبو څخه د ليدنې ترڅنګ د شرکت بېلابېلو څانګو له
کارکوونکو سره لیده کاته وکړل.
په
دې ليدنه کې د شرکت لوی ریاست سرپرست د شرکت کارکوونکو څخه و غوښتل چې خپلې هر ډول
ستونزې، وړانديزونه او د چارو د ښه والي په موخه نظریات او اندونه، کولای شئ پرته
له کومه خنډه د شرکت له مشرتابه سره شريک کړئ ترڅو د چارو په ترسراوي کې لا ښه
پرمختګ او لازم اقدامات وشي.