SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د مديره پلاوي غونډه ترسره شوه.

1400-09-08


د ليندۍ 8 مه 1400 کال

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د مديره پلاوي غونډه او د ماليې وزارت د بشري سرچينو رئیس او د مدیره پلاوي مشر ښاغلي نعیم الدین عمر په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د مديره پلاوي غړو، د اوبو رسولو شرکت مشرتابه، رئیسانو او آمرينو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجينير نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې، د شرکت مدیره پلاوي مشر ښاغلي نعیم الدین عمر د اوبو رسولو شرکت د ښو او پروخت اجرااتو څخه د مننې تر څنګ د 1401 مالي کال پلان او تشکیل جوړولو ستاینه وکړه.

د 1401 مالي کال پلان او تشکیل پرزنټېشن د شرکت مالي او اداري رئیس او د بشري سرچينو لوی آمر لخوا وړاندې شو،چې د شرکت مديره پلاوي لخوا ترې پوښتنې وشوې. وروسته له هراړخيزو خبرو اترو د شرکت مديره پلاوي لخوا د يادو موضوعاتو په اړوند لازمې پرېکړې وشوې.