SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شو...



د اوبو رسولو شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1400-11-04


دونۍ 4 سلواغه 1400

د اداري چارو د چټکتیا او ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د شرکت اداري پلاوي غونډه د اوبو رسولو شرکت لوی مشر ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرتابه او د شرکت اداري پلاوي غړو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. او له اړونده مسوولينو څخه یې د لا ډېرو جزئیاتو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو د ټرانسپورټ، د ا.ا.ا کابېنې نوې پرېکړې پر بنسټ د 1401 مالي کال پلان تنظيم او ترتيب، د کارکوونکو امتیازاتو او د شرکت قراردادونو په اړه په وارسره مفصل توزیعات وړاندې کړل، چې د غونډې د ګډونوالو له خبرو اترو وروسته پرې د شرکت مشرتابه له لوري لازمې پرېکړې وشوې.