SF2COQI5RC4X3FLL
1401-01-09
درېنۍ 26 شعبان 1443
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د ICRC ( د سره صلیب نړۍوالې کمېټې) دفتر د مرستو په لړ کې، د
اوبو رسولو شرکت د لنډمهالو پروژو تمويل څرنګوالي او د بېړنيو اړتياوو په اړه
ناسته ترسره شوه.
په پیل کې، د شرکت تخنيکي چارسمبال او عملياتي رئیس ښاغلي
انجنیر میرویس نظيمي د سره صلیب استازو ته د ښه راغلاست ویلو او د دې موسسې له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ، د
شرکت د اوبو توليد کچې ډېرښت څرنګوالي او عوایدو لوړاوي، د ضایعاتو کمښت اوهېوادوالو
ته د څښاک پاکو اوبو وېش، او د اوبو د کیفیت او وېش وخت ډېرولو په اړه مفصل
معلومات وړاندې کړل، او هم یې د شرکت لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه توضیح کړل.
ورپسې، د
ICRC موسسي استازي ښاغلي احمد قزويني ژمنه وکړه، چې
د شرکت پلان سره سم به د اوبو رسولو شرکت لنډمهالې پروژې او بېړنۍ اړتیاوې تمويل
او پلي کړي.
د ناستې په پای کې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازو د
اوبو رسولو شرکت لوګر پروژې له پمپ سټېشن او ذخېرو څخه ليدنه وکړه.