SF2COQI5RC4X3FLL
1401-02-27
یونۍ
27 غویي 1401
د اوبو رسولو شرکت
اداري پلاوي غونډه، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت مرکزي
رئیسانو او آمرينو په شتون کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کريم د څو
مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت
لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د هېواد په سطحه د اوبو رسولو شرکت ټولو
زونونو مسؤلينو د لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې. د ګډونوالو د نظرونو له
اورېدو وروسته یې لازمې لارښونې وکړې.
ورپسې، د شرکت مرکزي
رئیسانو او آمرينو په خپل نوبت سره په اجنډا کې شاملې لکه د کارکوونکو ارزونه، د
پېرودونکو پورونه، د عوایدو په راټولولو کې اسانتیاوې، د پورونو په راټولولو کې له
جريمو څخه معافیت او نورې بېلابېلې موضوعګانې وړاندې کړې، په پایله کې د شرکت
مشرتابه له لورې د يادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.