SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اجرایوي پلاوي غونډه ترسره ...



د اوبو رسولو شرکت اجرایوي پلاوي غونډه ترسره شوه.

1401-04-12


یونۍ، چنګاښ 12مه 1401

د اوبو رسولو شرکت اجرایوي پلاوي غونډه، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرتابه او د شرکت اجرایوي غړو په شتون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، پېرودونکو ته د غوره چوپړونو وړاندې کولو او خپلو ورځينیو چارو چټکولو په موخه د شرکت اجرايوي او اداري غړو ته  د اونیزو جلسو جوړولو لارښوونه وکړه؛ چې له لارې به یې فعاليتونه، لاسته راوړنې او پلي شوي کارونه او همدارنګه د راتلونکې اونۍ پلانونه وړاندې شي.    

ورپسې، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو په خپل وار، په اجنډا کې شته موضوعات لکه: د بانکي قراردادونو تعدیل، د پورونو راټول، د شبکې پراختيا، د اوبو رسولو په زونونو کې د خرابو ميټرونو تمويل او تعويض، د شرکت امنیت تامینول، د شرکت دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ديني برنامو تنظيم، د شرکت مالي او اداري چارو تنظیم او د شرکت قراردادونو اړوند خبرې وکړې، چې له خبرو اترو وروسته پرې د شرکت اجرايوي غړو لخوا لازمې پرېکړې وشوې.