SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت مسجد شریف پرانستل شو...



د اوبو رسولو دولتي شرکت مسجد شریف پرانستل شو

1401-05-23


یکشنبه د زمري 23 مه 1401

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسجد شریف د شرکت لوی رئیس، د کابل زون او مرکزي رییسانو، آمرينو او کارمندانو په ګډون او د شرکت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي محبت الله فیضاني د خير په دعا سره رسماً پرانستل شو.

ښاغلي مولوي محبت الله فیضاني د مسجد جوړولو په موخه د شرکت له مشرتابه څخه د مننې کولو ترڅنګ د اسلام له نظره د احکامو او په مسجد کې د لمونځ ادا کولو اجر په اړه خبرې وکړې.

ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي مسجد د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ او یووالي سمبول وباله او د مسلمانانو په منځ کې یې د هغه په ځانګړي اهميت درلودو معلومات وړاندې کړل.

د یادلو وړ ده، دا مسجد د اوو سوو زرو افغانيو په لګښت د شرکت له داخلي بوديجې څخه په 200 مټره مکعبه ځمکه کې ودان شوی، چي په یو وخت کې د 250 لمونځ کوونکو ظرفیت لري.