SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت ادار...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اداري پلاوي غونډه ترسره شوه

1401-07-12


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اداري پلاوي غونډه ، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون، د دې ریاست په مقام کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اداري چارو او د اوبو رسولو چوپړونو پر چټکولو ټينګار وکړ، تر څنګ یې له ټولو شپږو ریاستونو څخه د کړنو او لاسته راوړنو منظم میاشتني راپور غوښتنه وکړه.

همدارنګه د شرکت لوی رئيس د ټاکل شویو کمېټو د کړنو تعقیب په اړه خبرې وکړې، هغه د شرکت د عوایدو د ورځينۍ ارزیابۍ په اړه د مالي کمېټې د جوړېدو لارښوونه وکړه.

د غونډې په دوام کې د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په خپل وار په غونډه کې د شته موضوعاتو لکه له اړوندو ادارو سره د اوبو د تنظيم او مديریت همغږي، له ډونرانو سره بیا ځلي اړيکه ټينګول، د اوبو رسولو پروژې، په جريمو کې معافیت او د شرکت اداري موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې، چې په پای کې له هر اړخيزو خبرو اترو پرې لازمې پرېکړې وشوې.