SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د تدارکاتو رئیس معرفي شو.

1401-07-06


د ا.ا.ا ماليې وزارت د (13/02/1444) نېټې د (548) ګڼې حکم پربنسټ ښاغلی څارنوال سردارولي عثمان د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د تدارکاتو رئیس په توګه دنده پیل کړه.

د معرفۍ په دې مراسمو کې، چې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، د اوبو رسولو شرکت ريیسانو، آمرينو او یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.

ګډونوالو په وار سره ښاغلي څارنوال سردارولي عثمان ته د هغه د ټاکل کېدو مباکي او نېکې پېرزوينې وړاندې کړې او له لوی رب څخه یې ورته په چارو کې د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي هدایت الله هاشمي چې وړاندې یې د شرکت د تدارکاتو ریاست چارې په غاړه درلودې، د اوبو رسولو شرکت د داخلي پلټنې عمومي آمر په توګه معرفي شو.