SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت اجرایوي کمېټې غونډه ترسره ...



د اوبو رسولو شرکت اجرایوي کمېټې غونډه ترسره شوه

1401-06-11


دوشنبه د تلې 11 مه 1401

هېوادوالو ته د دوامدارو غوره چوپړونو وړاندې کولو او د څښاک پاکو اوبو تولید او وېش کچې لوړولو په موخه د شرکت اجرايوي غونډه، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو په شتون کې د دې ریاست په مقام کې ترسره شوه.

دا غونډه، چې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د چارو په چټکتيا ټینګار وکړ. هغه وويل: موخې ته د رسېدو ستر خنډ، په ورځينيو چارو کې ځنډ دی، چې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی. 

همدارنګه  د شرکت عمومي رئیس زیاته کړه: د پېرودونکو رضایت او پر وخت او اغېزمن خدمتونه باید په کاري لوړيتوب کې وي.

ورپسې د شرکت اجرايوي کمېټې غړو په نوبت سره په اجنډا کې شامل موضوعات لکه مالي او اداري، غېرې اړين لګښتونو، د پورونو پرېکولو، د اوبو د بې ځایه مصرف مخنيوي، د اوبو لګښتونو په ځنډ پرېکولو کې د جريمو بښولو او نور موضوعات وړاندې کړل، چې له خبرو اترو وروسته پرې هراړخيزې وروستۍ پرېکړې او د شرکت مشرتابه لخوا پرې پرځای لارښوونې ترسره شوې.