SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | په ساړه موسم کې د اوبو رسولو اغېزمنو چوپړونو...



په ساړه موسم کې د اوبو رسولو اغېزمنو چوپړونو وړاندې کولو په موخه د چمتووالي غونډه ترسره شوه

1401-08-14


شنبه د لړم 14 مه 1401

د چمتووالي په هغې غونډه کې چې په ساړه موسم کې د اوبو رسولو اغېزمنو چوپړونو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي وويل: دا چې سړه هوا د شرکت پر فعاليتونو په ځانګړي ډول پر عملیاتي، تخنيکي او سوداګرۍ برخو مستقیمه اغېزه لري؛ نو ښه چمتووالی او له وړاندې ټاکل شوې منظمې برنامې کولی شي چې د اوبو رسولو پر چوپړونو منفي اغېزې را کمې کړي.

دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د شرکت عمومي رئیس وویل: د هوا سړښت د ميتر لوستنې پر پروسې، د لیکيجونو پر ترميم، د ويجاړو شویو ميترونو پر تبديلۍ، د پمپونو او جنراتورونو پر بیا رغولو او د اوبو رسولو په نورو چوپړونو باید منفي اغېزه ونکړي؛ بلکې پېرودنکو ته دې په دې موسم کې د هغوی د اوبو لګښت به کچه د اوبو وېش وخت لوړ شي.

ورپسې، د شرکت رئیسانو او مسؤلینو خپل نظریات او وړانديزونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې په پای کې د شرکت لوی رئیس له لورې لازمې پرېکړې ترسره او مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونې وشوې.