SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس د پلټنې عالي ادارې له استازي سره وليدل.

1401-08-22


د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د پلټنې عالي ادارې استازو او د اوبو رسولو عمومي شرکت رئیسانو او آمرينو په ګډون، د دې شرکت او د پلټنې عالي ادارې ترمنځ د لا ډېرو همکاريو او همغږيو د دوام په موخه غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په ادارو کې څارنه او پلټنه اړين وبلل او زیاته یې کړه: د اوبو رسولو دولتي شرکت د خپلو نورو مسؤولیتونو تر څنګ د پلټنې عالي ادارې سره له پخوا همکاري لري، دې ادارې سره د لا روڼتیا په رامنځته کولو او د مسؤولیتونو په پلي کولو کې شرکت تل هر اړخیزو همکاريو ته چمتو دی.

ورپسې، د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رئیس ښاغلي مولوي محمد غازي د ادارې د پېژندنې تر څنګ د دې ادارې د  فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه وویل: د دې ادارې موخه د روڼتیا رامنځته کول، څارنه او کنټرول دی، د اداراتو لا همکاري ورسره د عامه شتمنيو د ساتنې لامل کېږي.

د غونډې په دوام کې، د دولتي شرکتونو د پلټنې رئیس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې عالي ادارې د پلټنو پایلو او راپور ورکولو تعقیب رئیس نثار احمد ثبات، د اوبو رسولو شرکت رئیسانو او آمرينو په خپل نوبت سره د پلټنې عالي ادارې سره د نور ادارو د لا همغږيو څرنګوالي په موخه خبرې اترې وکړې.

په پای کې د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس د پلټنې عالي ادارې سره  د شرکت هر ډول همغږيو او همکاريو، چمتووالي و ښود.