SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ختيځ زون ( جلال آباد) ته د اوبو رسولو شرکت عمو...



ختيځ زون ( جلال آباد) ته د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس سفر

1401-09-24


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د شرکت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي محبت الله فیضاني او د پلان او پاليسۍ آمر ښاغلي مسلم داودزي په ملتیا د ختيځ زون ( جلال آباد) اوبو رسولو له ریاسته ليدنه وکړه.
د ښه راغلاست هغې غونډه کې چې د ختیځ زون اوبو رسولو ریاست لخوا جوړه شوې وه؛ د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د دې ریاست له مسؤلينو او کارمندانو څخه مننه وکړه، وې ویل: د ختيځ زون ریاست د اوبو رسولو په عمومي شرکت کې ځانګړی ځای لري او هېوادوالو ته چټک او دومداره خدمات وړاندې کول، لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري.
د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس زیاته کړه: د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د هېوادوالو ستونزې هوارول زمونږه دنده او مسؤلیت دی؛ نو د دې انساني او وجداني دین د پوره کولو لپاره باید له دقیق او ښه مدیریت سره مخ ته لاړ شو.
ورپسې د جلال آباد زون رئیس او یو شمېر کارمندانو په نوبت سره د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو، وړانديزونو او طرحو په اړه خبرې وکړې. په پای کې د اوبو رسولو رئیس ژمنه وکړه چې شته ستونزې به په دقت او ژر تر ژره حل کړي.