SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د جلال آباد ښار د اوبو رسولو له شبکو او تاسيس...



د جلال آباد ښار د اوبو رسولو له شبکو او تاسيساتو څخه د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس لیدنه

1401-09-24


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي او ورسره د شرکت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي محبت الله فیضاني او د پلان او پاليسۍ آمر ښاغلي مسلم داودزي د جلال آباد ښار د اوبو رسولو له شبکو او تاسيساتو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د شرکت عمومي رئیس د جلال آباد ښار د اوبو رسولو کارمندانو د کړنو، لاسته راوړنو، خدماتو، ستونزو او وړانديزونو د اورېدو تر څنګ، د دوی د شپو او ورځو هڅو او کوښښونو ستاینه وکړه. او ژمنه يې ورسره وکړه چې ټولو ستونزو ته به یې ژر تر ژره رسېدنه وشي.