SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د لغمان ولایت مهترلام ښار اوبو رسولو آمریت ک...



د لغمان ولایت مهترلام ښار اوبو رسولو آمریت کې د لمريزې برښنا پروژه پرانستل شوه

1401-09-23


د لغمان ولایت د مهترلام ښار د اوبو رسولو په آمريت کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه، د لغمان والي ښاغلي قاري زین العابدین او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجینر نعمت الله احمدي لخوا، چې د یونېسېف او کوار استازي، د جلال اباد زون د اوبو رسولو رئیس، د لغمان ولایت مشرانو، مخورو او د مهترلام ښار د اوبو رسولو یو شمېر کارمندانو هم گډون درلود، رسماً پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د لغمان والي ښاغلي قاري زین العابدین د اوبو رسولو شرکت د مسؤلينو له خدماتو او هڅو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه: د الله جل جلاله شکر ادا کوو چې موږ ته یې د خپل ولس د خدمت کولو فرصت راکړی او ان شاءالله چې د افغانستان اسلامي امارت به په ټولو برخو کې ستر عملي ګامونه پورته کړي او ډېر ژر به مو هېواد د پرمختګ او ترقۍ لوړو پوړیو ته ورسوي.

ورپسې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د څښاک د پاکو اوبو د تولید او ویش په برخه کې د دغه شرکت د چوپړونو د دوه برابره کېدو له امله د دغه ولایت اوسېدونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د دې پروژې د پرانستلو ترڅنګ هڅه کوي چې لا نورې پروژې پلې کړي، ترڅو د څښاک پاکو اوبو به برخه کې د دغه ولایت اوسېدونکو ټولې ستونزې بشپړې هوارې شي.

د شرکت عمومي رئیس د یونېسېف له دفتره، چې د دې پروژې مالي برخه یې تمويل کړې او د کوار له دفتره چې د دې پروژې د پلي کولو مسؤلیت یې په غاړه درلود، مننه وکړه. نوموړي وویل: د دې پروژې لګښت 15 میلیونه افغانۍ دي، چې 392 تختې سولرونه له ټولو وسایلو سره او د یوه ګودام اساسي ترميم پکې شامل دی، د دې تجهيزاتو څخه د ګټې اخيستنې سره سم به په یوه وخت کې 2500 کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

غونډه د پټۍ په پرې کولو، کارمندانو ته د ستاینلیکونو په ویشلو او لاسونه دعا ته په لپه کولو پای ته ورسیده.