SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت کړنې د متوازن نمراتو کارت د معیارونو پر بنسټ وارزول شوې

1401-09-30


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت کړنې د متوازن نمراتو کارت د معیارونو پر بنسټ وارزول شوې، په دې غونډه کې، چې د متوازن نمراتو کارت استازو لخوا جوړه شوې وه، د شرکت مدیره پلاوي رئیس ښاغلي نعیم الدین عمر، د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د مدیره پلاوي غړو، د شرکت مرکزي رئیسانو او آمرينو ګډون درلود.

دا غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس گډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له دې پروسې څخه چې د ادارو کړنې د متوازن نمراتو کارت د معیارونو پر بنسټ ارزوي، ستاینه وکړه، او دا یې د ادارو د روڼتیا او معیاري کولو په برخه کې غوره ګام وباله.

همدارنګه د شرکت عمومي رئیس د شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او خدماتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د راتلونکو پلانونو او پروژو په اړه یې یادونه وکړه.

ورپسې د متوازنو نمراتو د کمېټې پلاوي د اوبو رسولو شرکت د مالي او اداري، سوداګریزو او بشري سرچينو په برخو کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پوښتنې مطرح کړې، چې د اړوندو مسوولینو له خوا د اسناد له مخې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.