SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو شرکت سره د ICRC لخوا د بېلا بېلو ډولونو 35 فلترونو او روغنیاتو مرسته

1401-10-12


د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د پرلپسې مرستو په لړ کې، دې دفتر دا ځل د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره د درې میلیونو افغانیو په ارزښت د څه باندې ۳۵ بېلا بېلو ډولونو فلټرونو او روغنیاتو مرسته وکړه.

په دغو مرستو کې چې (4447) ليټره مبلایل، (249) ليټره سیائېل، (235) کیلو ګرامه ګریس او (33) د ډيزلو او موبلایلو فلترونه شامل دي، د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د شرکت د تخنيکي ریاست سرپرست او عملیاتي رئیس ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي او د شرکت عملیاتي، تخنيکي او سوداګرۍ څانګو یو شمېر انجنیرانو او آمرینو په شتون کې  د سره صلیب نړیوالې کمیټې ادارې د استازو له خوا په رسمي ډول د اوبو رسولو شرکت ته وسپارل شوې.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجینر نعمت الله احمدي د سره صلیب ادارې له پرله پسې مرستو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: د هوا په سړېدو سره د اوبو رسولو په برخه کې تخنیکي ستونزې زیاتیږي، د يادو توکو په شتون سره به ډېری ستونزې هوارې شي.

د اوبو رسولو شرکت عمومي رئيس زياته کړه: د اوبو رسولو شرکت مسوولينو هېوادوالو ته د اوبو رسولو چوپړونو په وړاندې کولو کې د هر ډول خنډ د مخنيوي په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.