SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



عمومي رئیس: نوښت، معیار او د ظرفیت لوړول زموږ لومړیتوبونه دي

1401-10-19


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اجرایوي پلاوي غونډه د اجرايوي پلاوي غړو او د دې شرکت د مرکزي رئیسانو او آمرينو په شتون کې ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د اجرایوي کمیټې له ټولو غړو وغوښتل چې په کړنو کې نوښت، معیاري کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول په خپل کاري لومړیتوب کې ځای کړي.
د شرکت عمومي رئیس زياته کړه: په چارو کې غفلت د منلو وړ نه دى او مسوولين بايد خپلې چارې له ځنډ پرته په صداقت او دقت سره پرمخ بوځي.
ورپسې د دفتر عمومي آمر ښاغلي احمدشاه ظفر په اجنډا کې شامل موضوعات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او د شرکت د اجرایوي کمیټې غړو په وار سره د بانکي کمېشنونو، د تېلو د ذخیره کولو او وېشلو معیاري میتودونو، د قراردادونو د تمدید، له نورو ښکېلو ادارو سره په همغږۍ د کېندنو او لکېجونو د ترمېم څرنګوالي او په سپېڅلو ځایونو کې د اوبو رسولو د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پای کې د شرکت اجرايوي پلاوي غړو له خوا پرې لازمې او هر اړخيزې پریکړې وشوې.