SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو د شرکت او د ICRC دفتر تر منځ د همکا...



د اوبو رسولو د شرکت او د ICRC دفتر تر منځ د همکارۍ د ښه‌والي تفاهم‌لیک لاسلیک

1402-01-08


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) محترم دفتر سره د اوبو رسولو په خدمتونو کې د مرستو او همکاریو لا ښه والي، زیاتوالي او اغېز منتیا په موخه تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس محترم انجنیر نعمت الله احمدي د سره صلیب محترم دفتر څخه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه، په کابل ښار کې د اوبو د تولید لوړولو لپاره د لنډمهاله پروژو پلي کول زموږ د راروان کال له لومړیتوبونو څخه دي او یاد تفاهم‌لیک د دې موخو د پلي کېدا لپاره یوه هڅه ده.

همدارنګه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو او مسکن استازي محترم انجنیر محمد لطیف مظفرخیل د تفاهم‌لیک امضاء د دواړو لوریو د همکاریو ښه‌والي اصل وباله زیاته یې کړه: وروسته له دې به د سره صلیب دفتر د خپلو نورو همکاریو ترڅنګ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت سره خپلې همکارۍ چټکې کړي.