SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو د شپږ زونونو له رییسانو سره انلاین ناسته وشوه

1402-01-21


د کارونو د نظم، د خدمتونو د چټکتیا او ستونزو ته د رسېدلو، د فعالیتونو راپور ورکولو او د مالي او اداري نورو مواردو په موخه د اوبو رسولو د شپږ زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو له رییسانو سره د شرکت د عمومي رییس په مشرۍ او د مرکزي رییسانو په ګډون انلاین ناسته وشوه.

دا ناسته چې د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په ناسته کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټولو زونونو د کارونو پر نظم او کاري بهیر پر چټکتیا تاکید وکړ، زیاته یې کړه:

د دې لپاره چې پراختیایي بودیجه تر دې دمه مشخصه شوې نه ده، نو په ټولو زونونو کې دې له شته امکاناتو اعظمي استفاده وشي. د شرکت عمومي رییس زیاته کړه: د عوایدو او طلباتو راټولونه باید کاري لومړیتوب شي او د بې‌ځایه مصرفونو مخه دې جدي ونیول شي. د ناستې په دوام د شرکت عمومي رییس ټولو زونونو سره وعده وکړه، د هغو پروژو کارونه چې ځنډېدلي ډېر ژر به پیل شي.

د ناستې په دوام د زونونو رییسانو په نوبت سره د عمومي ریاست په ځانګړي ډول د شرکت د مشرۍ پلاوي څخه د مننې تر څنګ خپلې ستونزې، وړاندیزونه، اړتیاوې، طرحې او پلانونه وړاندې کړل، چې د مرکزي رییسانو سره تر بحث او نظرونو تر ادلون بدلون وروسته، د شرکت عمومي رییس اړین تصمیمونه ونیول او هر اړخیزه لارښوونې یې وکړې.