SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت د اجرایوي پلاوي غونډه وشوه...



د اوبو رسولو شرکت د اجرایوي پلاوي غونډه وشوه

1402-01-21


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اجرایوي غونډه، د شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ او اجرایوي کمېټې غړو، د شرکت مرکزي رییسانو او آمرينو په ګډون وشوه.

دا غونډه چې د کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاعلي انجنیر نعمت الله احمدي د پیل خبرو څخه وروسته د اجنډا پر موضوع ګانو باندې ټینګار وکړ، زیاته یې کړه: د ځینو پروژو لکه د مزار شریف تخته پل، د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د اوبو رسولو پروژه او څو نورو پروژو  د بیا پیل احتمال شته، نو تخنیکي او عملیاتي ټیمونه دې ورسپارل شویو چارو کې همکارۍ  او اجرااتو ته بشپړ جمتووالی ولري.

 ورپسې، مرکزي رییسانو او آمرينو په وار سره په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو (د نویو کارمندانو د ذاتي سندونو طی‌مراحل، ترانسپورټ، د کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ څرنګوالي، د مزار شریف د زون د اندخوۍ ولسوالۍ د مشترکینو د میتر کرایه کولو او تعرفې له اړخه ستونزو ته رسیده‌ګي او د شرکت قراردادونو) په اړه خبرې وکړې، چې اجرایوي کمېټې د هر اړخیزې ارزونې او غور څخه وروسته پرې لازمې پرېکړې وکړې.