SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شرکت د اجرایه پلاوي ناسته وشوه....



د اوبو رسولو شرکت د اجرایه پلاوي ناسته وشوه.

1402-02-13


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د اجرایه پلاوي ناسته د اوبو رسولو د شرکت عملیاتي رییس او د تخنیکي ریاست سرپرست ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي په مشرۍ د شرکت مرکزي آمرینو او رییسانو په ګډون سره ترسره شوه.

دا ناسته چې د کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، د شرکت د عمومي ریاست د دفتر آمر ښاغلي احمد شاه ظفر په اجنډا کې شته موضوعات د ناستې حاضرینو ته وړاندې کړل.

د ناستې په دوام د شرکت د اجرایه پلاوي غړو په خپل وار سره د جنسونو او شتو ساتنې، پورونو، استملاکونو او د شرکت قراردادونو اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

په پای کې د شرکت د اجرایه پلاوي درنو غړو اړینې او هر اړخیزې پریکړې وکړې.