SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو دولتي شرکت کې د تفتیش عالي ادارې د پلټنې ټیم معرفي

1402-03-07


د اوبو رسولو په شرکت کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي ریاست د مشرتابه مقام، مرکزي رییسانو او آمرینو او د تفتیش عالي ادارې استازو په ګډون د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست د پلټنې د ټیم د پېژندنې ناسته جوړه شوه.

دا ناسته چې د کلام الله مجید څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت لله احمدي حاضرینو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت په خپلو کارونو کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره هر ډول همکارۍ او ځواب ویلو ته چمتو دی.

ورپسې د تفتیش عالي ادارې درانه استازي ښاغلي مولوي قیام الدین نظامي د اوبو رسولو د شرکت له مسوولینو او په ځانګړې توګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مشرتابه مقام له همکاریو مننه وکړه، حاضرینو ته یې د ښاغلي مولوي محمد حسن بهادري په آمریت د عامه پروژو د پلټنې ټیم وروپېژانده.

همدارنګه مولوي قیام الدین نظامي د دې ټیم مسوولیتونه د مدیریتونو او ځینو ساختماني پروژو د کارونو پلټنه یاده کړه.