SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | عمومي رییس: اداره مو دویم کور دی، کارونه یې ب...



عمومي رییس: اداره مو دویم کور دی، کارونه یې باید بې له ځنډه وکړو.

1402-03-15


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د دې شرکت په اداري جلسې کې وویل: اداره مو دویم کور دی او موږ مسوول یو، چې اجراات بې له ځنډه او په ټاکلې موده کې ترسره کړو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اداري جلسه د عمومي رییس په مشرۍ او د مرکزي رییسانو او آمرینو په شتون کې د کلام الله مجید په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، د شرکت عمومي رییس وویل: د کاري بهیر چټکتیا او هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه باید په اداره کې نړیوال اوسني سیستمونه لکه MISپه ځانګړې توګه د مالي او اداري او تجارتي برخو کې وکارول شي.
ورپسې د شرکت مالي او اداري رییس ښاغلي ضیاءالحق همتي په خپلو خبرو کې وویل: د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت په مالي برخه کې وروسته له څو کلونو رکود څخه دا دی اوس د ګټې په لور روان دی.
د ناستې په دوام د اوبو رسولو شرکت رییسانو او آمرینو په اجنډا کې راغلو موضوعاتو لکه: (( د شرکت د جایدادونو د قرارداد غځولو، تړون او لغوه، په ټولو زونونو او دویمي واحدونو کې د اداري کارونو تنظیم، د پورونو راټولولو څرنګوالي او د پورونو استملاکونو او طرزالعمل)) باندې خبرې وکړې، له اړینو پرېکړو وروسته د شرکت مشرتابه محترم مقام لازم هدایتونه وکړل