SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت د اجرایه کمېټې ناسته...



د اوبو رسولو دولتي شرکت د اجرایه کمېټې ناسته جوړه شوه

1402-04-20


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د اجرایه کمېټې ناسته د اوبو رسولو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ د کمېټې د درنو غړو، د شرکت د رییسانو او آمرینو په حضور کې جوړه شوه.

دا ناسته چې د کلام الله مجید څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د تېرې ناستې د پرېکړو اړوند کړي اجراات وارزول، د مسوولینو له کړنو څخه چې پر وخت یې اجراات کړي و خوښي وښوده.

ورپسې د مقام د دفتر عمومي آمر ښاغلي احمد شاه ظفر په اجنډا کې شامل موضوعات د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړل او د اجرایه کمېټې درنو غړو، د شرکت مرکزي رییسانو او آمرینو په خپل وار سره په ځینو موضوعاتو لکه د خصوصي سکټور او قراردادي شرکتونو سره د شرکت د قراردادونو غځولو، دیني زده‌کړو ته د ګډون کوونکو کارکوونکو د ټاکلي وخت تنظیم او نورو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې، چې په پای کې د شرکت د اجرایه کمېټې درنو غړو هراړخیزې پرېکړې او اړینې لارښوونې وکړې.