SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو دولتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ترمنځ د همکارۍ غونډه ترسره شوه.

1402-05-11


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ترمنځ د همکاریو او ناستو په لړۍ کې طرفینو د لازیاتو همکاریو د څرنګوالي د تنظیم په موخه او په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ م کال کې، د اوبو رسولو دولتي شرکت عمومي ریس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي او د اوبو رسولو شرکت عملیاتي ریس ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي په حضور کې د سره صلیب نړیولې کمیټې له نماینده سره انلاین غونډه ترسره شوه

په یاده جلسه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت عمومي ریس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د ښه راغلاست او د سره صلیب نړیوالې کمیټې د موثرو مرستو د قدردانۍ ښکارولو ترڅنګ د اوبو رسولو دولتي شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او هیوادوالو ته د شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اوبو رسولو دولتي شرکت یو خدماتي شرکت دی، نه تجارتي؛ شرکت له پیرودونکو څخه د اوبو د استخراج، تصفیې او توزیع مصارف لاسته راوړي او هیوادوالو ته اوبه په وړیا ډول وړاندې کوي.

همدا رنګه د شرکت لوی ریس زیاته کړه: د امارت، ملی او نړیوالو بنسټونو مرستې د شبکو په براختیا، د پروژو په تطبیق او د اوبو د تولید میزان لوړولو په برخه کې بنسټیز رول لري او له مرسته کوونکو بنسټونو څخه يې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

او په تعقیب يې د سره صلیب کمیټې د اوبو د څانګې همغږي کوونکی مرستیال ښاغلی بار افه او د یادې کمیټې د ښاري اوبو مسول ښاغلی کپیل پرودان د ۲۰۲۴ م کال کې د سره صلیب کمیټې د همایوي برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کال کې به د یوې ځانګړې برنامې په ترڅ کې د اوبو رسولو په څانګه کې مالي مرسته کوونکو بنسټونو او په ځانګړي ډول( نړیوال بانک،  USAID، KFW و GIZ)  سره لازمه همکاري کوي ترسو د اوبو رسولو نیمه کاره پروژې لکه( د کابل ښار میان مدت پروژه او د کندهار دهله بند پروژه) تکمیل کړي.

او په پای کې د شرکت عملیاتي ریس ښاغلي انجنیر میرویس نظیمي د شرکت د عملیاتي برنامو او د شاه و عروس بند د پروژې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.