SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتی شرکت لوی ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتی شرکت لوی رئیس د سره صليب نړيوالې ادارې له استازي سره کتنه

1402-06-08



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دفتر له استازو سره وکتل

په یاده کتنه کې چې د شرکت مرکزي رئیسانو ترڅنګ د کابل زون رئیس هم ګډون درلود؛ په پیل کې د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د ښه راغلاست ترڅنګ د سره صليب نړيوالې ادارې د محترم دفتر له مرستو څخه منندوی وکړه؛ او له يادې کميټې يې غوښتنه وکړه چې کابل ښار ته د پنجشیر څښاک اوبو انتقالولو پروژه کې په ونډې اخستلو سره همکاري وکړي.

او په تعقیب يې د سره صليب نړيوالې کمیټې د ښاري اوبو مسؤل ښاغلي کپيل پرودان د پنجشیر اوبو انتقال په تړاو د اسلامي امارت له پرېکړې د استقبال ترڅنګ، وعده وکړه چې د نورو هغو نړيوالو ډونرانو سره چې مخکې يې د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت سره همکاري کوله او په ځانګړي ډول هغو بنسټونو سره چې نيمه تمام پروژې لري د یادو پروژو له سره شروع کولو او تکميل اړوند خبري کوي.

همدا رنګه د سره صليب استازي زياته کړه:

یاد بنسټ حاضر دی ترڅو د سولري سیستم د حفاظت او له ياد سیستم څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه د شرکت د کارمندانو د ظرفيت  لوړوالي ښونیز ورکشاپ جوړ کړي.

او په پای کې د سره صليب د محترم دفتر استازي د ښاري اوبو رسولو شرکت له تخنيکي ورکشاپ څخه هم ليدنه وکړه.