SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو دولتي شرکت اجرايوي کميټې ناسته ...



د اوبو رسولو دولتي شرکت اجرايوي کميټې ناسته ترسره شوه

1402-06-21


د اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجينر نعمت الله احمدي تر مشرۍ لاندې د شرکت د اجرايوي کمېټې محترمو اعضاو مرکزي ريسانو او امرينو په ګډون د رياست په مقام کې ناسته ترسره شوه

یاده ناسته چې د قرآنکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره یې پيل وشو؛

په پيل کې یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د اضافي مصارفو د مخنيوي او په ځانګړي توګه د برښنا په مصرف په سپما تاکيد وکړ، او د مصارفو د کمولو، شرکت عوايدو کچې د لوړولو،   د ټولو زونونو او دوهمو واحدونو د حاضرۍ مديريت له عمومي رياست څخه، او د اداري چارو پر وخت ترسره کولو يې تاکید او لازمې لارښوونې وکړې.

او په تعقيب يې د اجرايوي کمېټې محترمو غړيو د اجنډا مطابق  موضعاتو لکه؛ کابل ښار ته د پنجشیر اوبو انتقال، ذخیره او توزیع د سروی  پيل، استملاک، د هنګر ودانول، شمال زون کې د نويو څاګانو کيندل، د اوبو رسولو شبکې د تعويض، پراخوالي او نورو متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او اظهار نظر وشو، په پای کې دکميټې غړيو له لورې هر اړخیز تصامیم ونيول شول او د شرکت رهبرۍ مقام  لازمې لارښوونې وکړې