rtl
1402-06-21
د
اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجينر نعمت الله احمدي تر مشرۍ لاندې د
شرکت د اجرايوي کمېټې محترمو اعضاو مرکزي ريسانو او امرينو په ګډون د رياست په
مقام کې ناسته ترسره شوه
یاده
ناسته چې د قرآنکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره یې پيل وشو؛
په
پيل کې یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت
الله احمدي د اضافي مصارفو د مخنيوي او په ځانګړي توګه د برښنا په مصرف په سپما
تاکيد وکړ، او د مصارفو د کمولو، شرکت عوايدو کچې د لوړولو، د ټولو زونونو او دوهمو واحدونو د حاضرۍ مديريت
له عمومي رياست څخه، او د اداري چارو پر وخت ترسره کولو يې تاکید او لازمې لارښوونې
وکړې.
او
په تعقيب يې د اجرايوي کمېټې محترمو غړيو د اجنډا مطابق موضعاتو لکه؛ کابل ښار ته د پنجشیر اوبو
انتقال، ذخیره او توزیع د سروی پيل،
استملاک، د هنګر ودانول، شمال زون کې د نويو څاګانو کيندل، د اوبو رسولو شبکې د
تعويض، پراخوالي او نورو متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او اظهار نظر وشو، په پای کې
دکميټې غړيو له لورې هر اړخیز تصامیم ونيول شول او د شرکت رهبرۍ مقام لازمې لارښوونې وکړې