SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت څخه...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت څخه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي استازي لیدنه

1402-07-04


د دولتي شرکتونو بررسۍ  په چارو کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله څانګړي استازي ښاغلي مولوي احمدجان بلال، د محترم مالیه وزارت او د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د استازو په ملتیا د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي د عمومي ریس، مرکزي ریسانو او امرینو په حضور کې له یاد ریاست څخه لیدنه ترسره کړ.

به یاده لیدنه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د فعالیتونو، لاسته راوړنو، تر پوښښ لاندې سیمې او هیوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په جریان کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله څانګړي استازي د اصلاحي برنامو،هیوادوالو ته د سریعو چوپړتیاوو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د هراړخیزو همکاریو وعده یې وکړه.

په پای کې ټاکل شوي استازي د اوبو رسولو دولتي شرکت له تاسیساتو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه.