SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو دولتي شرکت کې د تفتیش عالي ادارې له لورې د تفتیش د پيل ناسته

1402-07-09


د تفتیش عالي ادارې له لورې د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت د معلوماتي ټکنالوژۍ د بررسۍ ټاکل شوئ هيئت د تفتیش عالي ادارې د دعوت او ارشاد ريس ښاغلي مولوي عیسی خان په مشرۍ  د اوبو رسولو  شرکت په مقر کې د اوبو رسولو دولتي شرکت محترم مقام، مرکزي ريسانو او امرينو حضور کې د تفتیش افتتاحیه ناسته ترسره شوه.

یاده جلسه چې د قرآنکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ د پلټنې عالې ادارې د دعوت او ارشاد ريس ښاغلي مولوي عیسی خان د رسالت او د پلټنې عالې ادارې د مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې او د اوبو رسولو دولتي شرکت له مسؤلينو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه

په دوام يې د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی‌ رئس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د پلټنې عالي ادارې د حضور او هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د اعتماد جوړونې او شفافيت منځته راوړلو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د پلټنې عالې ادارې مسؤلينو لاسته راوړنې او  راپورونه، مسؤلين د ادارې د قوت او ضعف ټکو ته متوجه کوي او دا چاره د ادارې د پرمختګ باعث کېږي.

همدارنګه د شرکت عمومي رئيس د هراړخيزو همکاريو وعده او د ټاکل شوي هيئت د برياليتوب غوښتنه وکړه