rtl
1402-07-19
د زرنج ښار او د مزار شریف زون د اوبو رسولو ریاستونو د مالي محاسبې
آمریتونو د دوو بستونو د آزادې سیالۍ ازموینه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي
شرکت عمومي ریاست کې د شرکت د ازموینو د کمېټې تر نظر لاندې ترسره شوه.
د یادو بستونو لپاره د ازموینو په دې پړاو کې له لسو تنو ډېر واجد شرایطو
کسانو ګډون کړی و، چې د تحریري او تقریري ازموینو وروسته به ګمارل شوې کمېټه وړ
کسان وګماري.