SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی ریاست کارکو...



د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی ریاست کارکوونکو ته د ترفیع کارتونو ورکړه

1402-08-07


د ترفیع کارتونو د ورکړې مراسم چې د قران عظیم الشان د سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول؛ په پیل کې د شرکت لوی رئس  ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د مننې او مبارکۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: ترفیع د یو کارمند د وړتیا او تجربې کچه څرګندوي؛ نو بنا علمي رتبې او کاري ترفیعات د پرمختګ اصلي عناصر دي.

د شرکت لوی رئس زیاته کړه: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه له هیڅ ډول کوښښ او زیار څخه دریغ نه کوي، او د شرکت له کارکوونکو څخه یې وغوښتل د خپلو دندو ترسره کولو ترڅنګ علم حاصلولو ته هم جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې د زدکړې او تدریس پرته د هیواد د سعادت او ترقۍ بله هیڅ لار نشته،

په پای کې د شرکت ۱۹ تنه کارکوونکو ته د اتم، فوق او مافوق رتبې ترفیع کارتونه وویشل شول.