SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



شمال زون (مزار شریف) ته د دولتي اوبو رسولو شرکت د لوی رییس سفر

1402-08-15


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلی انجنیر نعمت الله احمدي او مل پلاوی یې شمال (مزار شریف) زون ته ولاړل. په دې سفر کې د شرکت لوی رییس په یوې ناسته کې، د شمال زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د وړاندیزونو، لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو د اورېدلو په موخه، د دې ادارې له مسوولینو او کارکوونکو سره ولیدل او په یادو مسایلو یې خبرې وکړې. په پیل کې د شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شمال زون د مسوولینو او کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو څخه د مننې تر څنګ په کاري چارو کې پر نوښتونو، د مشترکینو پر رضایت، د کارکوونکو کاري او د اوبو د تولید پر ظرفیت لوړونې، د عوایدو پر راټولونې او د اوبو رسولو د تاسیساتو پر ساتنې تاکید وکړ، زیاته یې کړه: د منل شویو او معیاري ستنډردونو سره سم د اوبو رسولو د خدمتونو وړاندې کول د اوبو رسولو دولتي شرکت د پرمختګ او پراختیا بهیر چټک کوي او موږ خپلو موخو ته چې هغه هېواد والو ته د څښاک د صحي اوبو چمتو کول دي نږدې کوي. د ناستې په دوام د مزار شریف زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رییس ښاغلي مولوي عبدالربي کامران د شرکت د مشرتابه مقام ته ښه راغلاست ویلو او له لوري یې د شمال زون ستونزو ته رسېدنې او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د هغه ریاست د کاري چارو، لاسته راوړنو، طرحو او ننګونو لنډ راپور وړاندې کړ. له هغې وروسته په شمال زون کې د شرکت ځینو کارکوونکو خپل نظرونه، وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې د شرکت له لوی رییس سره شریکې کړې، چې د شرکت لوی رییس ورته د هر اړخیزې همکارۍ وعده ورکړه. د ناستې له پای ته رسېدو څخه وروسته، د شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي او مل پلاوي یې د دې ریاست له تاسیساتو، شبکو او مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.