SF2COQI5RC4X3FLL د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کندهار ښار د لویه ویاله اوبو رسولو پروژې د ...



د کندهار ښار د لویه ویاله اوبو رسولو پروژې د کار پيل پرانستنه

1402-09-04


د کندهار ښار د لویه ویاله اوبو رسولو پروژې د کار پيل پرانستنه

د کندهار ښار د لویه ویاله اوبو رسولو پروژې کار چې (۷۰۰۰) کورنۍ به يې د څښاک له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شي، د ماليې ښاغلي وزیر او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس له لورې د لوړ رتبه چارواکو، کندهار زون اوبو رسولو رئیس، علماء کرامو، سپین ګیرو او د ځايي اوسیدونکو د نماینده ګانو په حضور کې د پټۍ په پریکولو سره رسما پرانستل شو.

یاد مراسم د قرانکریم د سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، د ا.ا.ا د ماليي ښاغلي وزیر الحاج ملا ناصر اخند د اوبو د اهمیت او د اسلام مبارک دین له اړخه د خلکو د مسؤلیت په اړه وغږید او زیاته يې کړه: په تیره اونۍ کې د لسګونو نورو عام المنفعه پروژو ترڅنګ د د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له لورې د ګران هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د اوبو رسولو اوه پروژې پرانستل شوې، او اوس د کندهار ښار لویه ویاله پروژه پرانستل کيږي، چې د یادو پروژو پرانستل د اسلامي امارت د مسؤلینو د اخلاص او صداقت ښکارندويي کوي.

د غونډې په دوام کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د ماليي وزارت رهبرۍ مقام او نورو مسؤلینو چې د یادې پروژې د کارونو پيل کې یې مرسته کړې مننه وکړه، او زیاته يې کړه : د یادې پروژې لګښت (۴۰۵) میلیونه افغانۍ  او د شبکې اوږودوالی (۱۱۱) کیلو متر دی او په پنځو میاشتو کې به د پروژې کار پای ته رسيږي.

د شرکت لوی رئیس د  پروژې د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه : د دې ترڅنګ د (۲۵۰ او ۳۱۰۰) متر مکعب دوه بابه د اوبو ‌ذخیرې، د شپږ حلقې څاه ګانو کیندنه، یو باب پمپ ستیشن ، یو باب د جنراتور اتاق، شپږ بابه د څاه ګانو اتاقونه ، یو باب د محافظ اتاق او یو اداري تعمیر په یاده پروژه کې شامل دي.

د شرکت عمومي رئیس د یادې پروژې له افتتاح څخه وروسته د پروژې نیمه کاره تاسیساتو، شبکو د اوبو سرچینو څخه لیدنه ترسره کړه او په اړه لازم لارښونې وکړې.